اصلي منځپانګې ته ورشئ
?>

عامې پوښتنې

د کورسونو، نوم لیکنې، پیسو ورکولو، مرستې او نورو په اړه خپل ځوابونه ژر ومومئ.

پوښتنه لرئ؟ موږ ستاسو مرستې ته چمتو یو

زدکړه څه ډول کورسونه لري؟

زدکړه د ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، ډیزاین او ځان پالنې په څېر برخو کې آنلاین کورسونه لري، له پیل څخه تر پرمختللې کچې پورې. د ټولو شته کورسونو لپاره د کورسونو لېست وګورئ.

ایا کورسونه په خپل وخت لوستلای شم؟

هو. له نوم لیکنې وروسته کولای شئ درسونه وګورئ، ازموینې ورکړئ او کورني کارونه په خپل وخت او په هر وسیله ترسره کړئ. ستاسو پرمختګ په ډشبورډ کې خوندي کېږي، نو هر ځل له هماغه ځایه پیل کولای شئ چې پاتې شوي وئ.

په کورس کې څنګه نوم ولیکم؟

وړیا حساب جوړ کړئ، خپل خوښ کورس پرانیزئ او «نوم لیکنه» کېکاږئ (د پیسو کورسونو لپاره «ټوکرۍ ته یې واچوئ»). بیا به کورس ستاسو په ډشبورډ کې د «زما کورسونه» برخه کې ښکاره شي.

ایا د کورس په پای کې سند اخلم؟

که کورس سند ولري، کله چې ټول اړین درسونه، ازموینې او کورني کارونه بشپړ کړئ، سند پخپله درکول کېږي او له خپل ډشبورډ څخه یې ښکته کولای شئ. د هر کورس په پاڼه کې لیکل شوي چې سند لري که نه.

زدکړه کومې لارې د پیسو ورکولو لپاره مني؟

د پیسو ورکولو شته لارې د پیسو ورکولو پر مهال درښودل کېږي. که پیسې نه شئ ورکولای، راسره اړیکه ونیسئ، د نوم لیکنې په بشپړولو کې به مو مرسته وکړو.

که کورس مې خوښ نه شو، پیسې مې بېرته راکول کېږي؟

که کوم کورس ستاسو په درد ونه خوړ، د خپل فرمایش جزیات او لامل راته ولیکئ. موږ هره غوښتنه جلا ګورو او ژر تر ژره به ځواب درکړو.

که نوره مرسته غواړم، له زدکړه سره څنګه اړیکه ونیسم؟

زموږ د «اړیکې» پاڼې فورمه ډکه کړئ یا مستقیم برېښنالیک راولېږئ. زموږ ټیم به ژر تر ژره ځواب درکړي.

ایا ځینې کورسونه مخکې له مخکې شرطونه لري؟

ځینې پرمختللي کورسونه غواړي چې تاسو مخکې بل کورس تېر کړی وي یا په هغه برخه کې یو څه پوهه ولرئ. دا شرطونه د نوم لیکنې مخکې د کورس په پاڼه کې لیکل شوي دي.

لا پوښتنه لرئ؟ اړیکه ونیسئ