اصلي منځپانګې ته ورشئ

زدکړه څه ده؟

له زدکړه سره د زده کړې نوې لاره تجربه کړئ. زموږ په ډېر پام جوړ شوي آنلاین کورسونه د نړیوالې کچې زده کړه ستاسو تر کوره راوړي.

وړیا ګډون وکړئ

زموږ لیدلوری

زموږ کیسه په ۲۰۲۴ کال کې له یوې ساده موخې پیل شوه: د خلکو د ارمانونو او هغو مهارتونو ترمنځ پل جوړول چې دغو ارمانونو ته رسېدو لپاره پکار دي. هغه څه چې له څو ټاکلو کورسونو پیل شول، نن یو بشپړ تعلیمي پلاټفورم دی.

زموږ رسالت

زموږ رسالت دا دی چې ښه او اسانه زده کړه هر چا ته ورسوو؛ زده کوونکي له ماهرو ښوونکو سره نښلوو او داسې کورسونه وړاندې کوو چې په زړه پورې، اسانه او په کار وي.

هڅه کوو آنلاین زده کړه هر چا ته ورسوو

زموږ رسالت دا دی چې د نړیوالې کچې آنلاین کورسونه وړاندې کړو او زده کوونکو ته هغه مهارتونه ورکړو چې بریالي پرې شي، که غواړي په دنده کې مخته لاړ شي یا د خپلې مینې کار زده کړي.

دري، پښتو او انګلیسي
۳ ژبې
نوم ولیکئ او همدا اوس پیل وکړئ
وړیا
له QR کوډ سره چې هر څوک یې تاییدولی شي
سند

زموږ بنسټیز ارزښتونه

د ټولو لپاره اسانه لاسرسی

موږ باور لرو چې زده کړه د هر چا حق دی، که هر چېرې وي، هر شالید ولري او هر څومره امکانات ولري.

ځواکمنول

موږ زده کوونکو ته عملي مهارتونه او د کارولو زړه ورکوو، څو په دنده کې مخته لاړ شي او خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.

نوښت

موږ له نوښت او ټکنالوژۍ ګټه اخلو، څو زده کړه هره ورځ ښه شي او تل په زړه پورې، په کار او د راتلونکي سره سمه وي.

غوره والی

موږ په منځپانګه، تدریس او مرسته کې د لوړ کیفیت ژمنه کوو، څو ستاسو زده کړه ګټوره او اغېزمنه وي.

ټولنه

موږ داسې خواخوږی او ګډ چاپېریال جوړوو چې زده کوونکي، ښوونکي او مسلکي کسان پکې سره راټولېږي او یو بل ته زړه او هڅه ورکوي.

ریښتینولي

موږ د خپل پلاټفورم په هره برخه کې روڼتیا، ریښتینولۍ او اخلاقو ته ژمن یو، څو زده کوونکي او همکاران پر موږ باور وکړي.

زموږ د ښوونکو ځانګړنې

له زدکړه سره د زده کړې نوې لاره تجربه کړئ. زموږ په ډېر پام جوړ شوي آنلاین کورسونه د نړیوالې کچې زده کړه ستاسو تر کوره راوړي.

لوړ کیفیت

زموږ ښوونکي یوازې په خپل مضمون نه پوهېږي، بلکې په خپله برخه کې د ریښتیني کار تجربه هم لري. دوی تازه او ژوره پوهه له ځانه سره راوړي، څو زده کوونکي ګټور معلومات او عملي مهارتونه زده کړي.

خواږه او مرسته کوونکي

زموږ ښوونکي هڅه کوي چې زده کوونکي د زده کړې پر مهال یوازې پاتې نه شي. دوی ورسره خواږه دي، ژر ځواب ورکوي او د هر زده کوونکي بریا ورته رښتیا مهمه ده. په رغنده نظرونو او شخصي لارښوونو سره هر زده کوونکي ته ډاډ ورکوي چې څوک یې ملاتړ کوي.

ژوره مسلکي پوهه

زموږ ښوونکي یوازې په خپل مضمون نه پوهېږي، بلکې په خپله برخه کې د ریښتیني کار تجربه هم لري. دوی تازه او ژوره پوهه له ځانه سره راوړي، څو زده کوونکي ګټور معلومات او عملي مهارتونه زده کړي.

زدکړه د سوداګرۍ لپاره

زدکړه د خپل ټیم لپاره وازمویئ

د خپلو کارکوونکو مهارتونه د هغوی له اړتیا سره سم کورسونو لوړ کړئ. زموږ کورسونه ستاسو ټیم ته د بازار نوي مهارتونه او سندونه ورکوي، څو تل له نورو مخکې وي.

اړیکه ونیسئ